د دواګانوپه کشف اوتولید کی د مصنوعی هوښیارتیا رول
- Masud Jahan
- 31. dec. 2024
- 8 min læsning
لیکونکی : داکتر شاه جهان
نیټه : 29.12.2024
د دواګانوپه کشف اوتولید کی د مصنوعی هوښیارتیا رول
مصنوعی هوښیارتیا څه شئ دی؟
مصنوعی هوښیارتا ( Artificial Intelligence ) چی عموما د AI په نوم یادیږی، ماشینونو ته د ارقامو، معلوماتو اوانسانی هوښیارتیا لیږدولو پروسه ده۰ د مصنوعی هوښیارتیا اصلی موښه پر ځان بسیایا متکی ماشینونورا مینځته کول دی چی کولای شی دانسان په څیرفکراوعمل وکړی۰ دا ماشینونه کولی شی چی د انسان رفتار یا چلند تقلید کړی اود زده کړی او ستونځوحل کولو له لاری دندی تر سره کړی۰ د AI ډیری سیستمونه د پیچلو ستونزو حل کولولپاره دطبیعی هوښیارتیا تقلید کوی۰
یا په بل عبارت ، مصنوعی هوش یا هوښیارتا ( Artificial Intelligence/AI ) د تکنالوژیو یوه مجموعه ده چی کمپیوتر ته دا وړتیا ورکوی چی مختلفی پرمختللی دندی لکه لیدلو( See )، پوهیدو( understand)، د تحریری او تقریری ژبی ژباړلو وړتیا، د امارواوارقامو تجزیه او تحلیل، سپارښتنی ( recommendations ) او داسی نور تر سره کړی. یا په بل عبارت مصنوعی هوش ( AI ) د کامپیوترسیستمونو ته اشاره کوی، چی د پیچلو دندود تر سره کولوتوان لری، کوم چی په تاریخی لحاظ یوازی یوانسان یی کولی شی لکه استدلال ( reasoning )، پریکړه کول ( making decisions ) یا د ستونزو حل کول( solving problems )۰
کوم درمل چی د مصنوعی هوښیارتیا ( Artificial Intelligence / AI ) ( ځیرکتیا،هوښیارتیا،هوش، ذکاوت ) لخوا را مینځته شوی - لا تر اوسه بازارته ندی راغلی
د درملو په جوړولوکی د مصنوعی ځیرکتیا څخه استفاده د یوی لسیزی ځخه زیات وخت کی یوه تاوده موضوع وه، او دا باور موجود وه چی مصنوعی ځیرکتیا ددی وړتیا لری چی د نوو درملو کشف اوتولید ګړندی کړي۰مګر د JAMA Network open د یوی نوی خپری شوی تحلیل له مخی دا ظرفیت لا تر اوسه میوه نه لری۰ که څه هم مصنوعی ځیرکتیا د ۱۵۰ څخه زیاتو درملو په پراختیا کی مرسته کړئ، خو یواځی یوه دوا په انسانانو کی د کارولو لپاره تصویب شوی او په دی حالت کی AI یا مصنوعی هوښیارتیا یوازی د کلینیکی ازموینو د احصایوی تحلیل لپاره کارلول شوی ۰
Louse C. Druedahl چی د کوپنهاګن پوهنتون د پرمختللو مطالعاتو په مرکز کی د post. Doc. علمی موقف لری ( post.doc. یو علمی موقف دی او هغه څیړونکو ته ورکول کیږی چی د مخه یی Ph.D. تر لاسه کړی دی) او د مطالعی شریک لیکوال دی وایی" زه فکر نه کوم چی مصنوعی هوش د دواګانو په تولید کی لا تر اوسه پوری خپل بشپړ ظرفیت ته نږدی دی، زه فکر کوم چی موږ به په راتلونکو کلونو کی ډیر څه وګورو"۰
د مقالی شریک لیکوال Timo Minssen چی د کوپنهاګن پوهنتون پروفیسور دی او د روغتیا په برخه کی د نوی تکنالوژی قوانین او اخلاقی ارزښتونه مطالعه کوی داسی وایی " مگر د دواگانو په پراختیا کی د مصنوعی هوش لپاره د یو ناڅرګند قانونی چوکات شتون کولی شی په دی برخه کی نور پرمختګ ورو کړی"۰
AI د درملو د پراختیا په لومړیو مرحلو کی
Druedahl او همکارانویی د درملو شرکتونود اطلاعاتی بانک (database) په بیا کتنی سره و موندل چی ۱۶۴ درملو په برخه کی ، تولید کوونکو په یو وخت کی د مصنوعی زېرکتیا څخه د استفادی راپور ور کړی۰ Louise C. Druedahl وایی چی ددی درملو شاوخوا دریمه برخه د سرطان ناروغی د تداوی او پداسی حال کی چی بله دریمه برخه د نیورولوژیکی یا عصبی ناروغیود تداوی لپاره په نظر کی نیول شوی وه۰
مصنوعی هوښیارتیا اکثرا د دوا د مالیکولونوپه کشف کی کارول کیده اوپه حقیقت کی دا د ۱۶۴پیژندل شوو درملو څخه د ۱۲۵ درملوپه برخه کی د یادولو ور دئ
پروفیسو مینسن ( Minnsen ) وایی چی” مصنوعی هوش د درملوپه څیړنی او پراختیا کی د انقلاب راوستلو وړتیا لری”او دا پروسه ډیره اغیزمنه، دقیقه او ارزانه کوی۰
د یو تحلیل له مخی چی په Drug Discovery Today کی نشر شوئ، د ۲۰۲۰ عیسوی کال را پدیخوا د مصنوعی زیرکتیا څخه استفاده د درملو په پراختیا کی د موجوده مالیکولونو د«بیامهندسی » څخه د مختلفو ناروغیو تداوی لپاره د نوو درملوکشف ته تغیرموندلی دې۰
یوتحلیل ښودلي چی تر ۲۰۲۳ کال پوری ۴۶ درمل چی د« مصنوعی هوش پواسطه کشف شوی » په هغو کی مصنوعی هوش یو نوی د تداوی هدف یا د دوا مولیکول په ګوته کړی چی د کلینیکی ازموینی دوم یا دریم پړاو یا فاز ته رسیدلی۰ دا پدی مانا ده چی لومړنی ریښتینی درمل چی د AI پواسطه کشف شوی ستاسو په خوا او شا موجود او ممکن ډیر ژرستاسو نږدی درملتون کی تر سترګوشی۰
یواځینی دوا چی د AI په مرسته بازار ته عرضه شوئ remestemcel-L ده چی د سټم حجرو ) stam cell therapy ( پواسط تداوی بلل کیږی
د څارنی د نورمونو نشتوالی اواخلاقی ملاحظات
د پروفیسور مینسن په وینا ، یو بل خنډ دادی چی د درملو په پراختیا کی د مصنوعی هوش لپاره قانونی معیارونه لا هم ندی ټاکل شوي۰د امریکی متحده ایالاتو FDA ( Food and drug Administration ) او د اروپا د درملو اداره EMA ( European Medicines Agency ) دواړه د مصنوعی هوش د وسایلوبشپړتصدیق غوښتنه کوی کوم چی ډیر وخت او مالی منابع ته اړتیا لری۰
څیړونکی کولای شی د وینی بنیادی یاسټم حجری ( blod stem cells ) په لابوراتوار کی تولید کړی
سټم حجری څه شی دي ( What Are Stem Cells ) ?
بنیادی یا اصلی حجره،سټم حجره ( stem cell ):
سټم حجره په بدن کی د حجرو یو ځانګړی ډول دی چی د ډیرو مختلفو حجروډولونورا مینځته کولو وړتیا لری۰ کله چی د سټم حجری ویشل کیږی، دوی کولی شي ډیرسټم حجری یا نوری داسی حجری را مینځته کړی چی ځانګړی یا اختصاصی دندی تر سره کوی۰سټم حجری د نباتاتو، حیواناتو او انسانانوپه وده او تکامل کی مهم رول لوبوی۰ د انسان د سټم حجرو په اړه د تحقیقاتوبنسټ په ۱۹۹۶۰ لسیزه کی کیښودل شو۰ سټم حجری هغه بنسټ یا اساس دی چی له هغه څخه ستاسو په بدن کی هر اندام او نسج وده کوی۰ د سټم حجری د دوه ځانګړو خصوصیتونه پر اساس تعریف کیږی: خپل د نوی کیدووړتیا لری ( د ځان کپی جوړ کړی ) او توپیروکړی( په تخصصی حجرولکه د عضلاتو ، وینی یا عصبی حجرو بدل شي )۰ د سټم حجرو په اړه تحقیقات د نوی معلوماتو سبب او دځینی ځانګړیودرملونواساس را مینځته کوی۰په اوسنی وخت کی د سټم حجروتکنالوژی د هډوکو مغزپیوند لپاره کارول کیږې۰ په راتلونکی وخت کی ددی تکنالوژی څخه په استفادی کیدای شي د حجرو نورډیرډولونه چی په یوی ناروغی کی یی کمبود شتون لری رامینځته او تری ګټه واخیستل شي ۰د نمونی په ډول ځینی کلینیکی ازمایښتونه د تکمیلیدوپه حال دی اودا په ګوته کوی چی په پارکنسون ناروغی اخته کسانوته په متوسط دماغ ( midbrain ) کی د عصبی حجرو پیوند چی دوپامین تولیده وی کولای شوچی دا ناروغی تداوی کړو، ځکه دا ناروغان په دقیقه توګه همدا کمبود لری چی ددی ناروغانود لرزش سبب کیږی۰
د سټم حجرو ډولونه:
بالغ بنیادی یا سټم حجری ( Adult Stem cells/ ASCs ): زموږ په بدن کی د ځانګړو متفاوت نسجونو دننه ژوند کوی، چی کولی شی خپل ځان نوی کړی یا نوی حجری رامینځته کړی چی د مړو یازیانمن شوی نسجونوځای ډک کړی۰د بالغ سټم حجرو ډولونه: وینی جوړونکی یا هیماتو پویتیک ( Hematopoietic ) سټم حجری ( Blood Stem cells ) ، Mesenchymal stem cells ، Neural Stem cells ، Epithelial stem cells ، Skin stem cells ۰
بالغ بنیادی یا سټم حجری په بدن کی د ژوند په ټول مدت کی موندل کیږی اوکیدای شی چی په بدن کی د ډیرو نسجونواوغړوڅخه تجرید یا جلا شي۰ د مثال په توګه هغه حجرات چی د نخاع څخه جدا او د سرطان د ځینی ډولونو ( Leukemia ، Lymphoma ) او د وینی نورو ناروغیو د درملنی لپاره کارول کیږی۰
د جنین سټم حجری ( Ebryonic Stem cells/ ESCs ) : د یوی ښځی د القاح شوی هګی ( fertilized egg ) په داخلی حجروکی موندل کیږی چی د بدن د ټولو حجرو ډولونو منشا بلل کی۰د هګی تر القاح کیدوڅخه د دوه اونیوڅخه لږ وخت کی، د جنین سټم حجری د نورو حجرو ډولونو ته وده ورکوی او نور په بدن کی نه موندل کیږی۰له همدی له امله د جنین سټم حجری باید د هګی د القاح کیدو څخه ۵ – ۸ ورځی وروسته د داخلی حجرو څخه جلا شي۰
د ډیرپوتانسیل یا ظرفیت لرونکی جوړی شوئ سټم حجری ( induced Pluripotent Stem cells /iPSc ): په ۲۰۰۶ میلادی کال کی څیړونکویو بل پر مختګ وکړاو داسی شرایط یی را مینځته کړل چی د یو بالغ انسان ځینی ځانګړوبالغو حجرو ( adult cells ) ته اجازه ورکوی چی د جینیتیکی انجنری یا مهندسی په مرسته داسی بیا تربیه ( reprogrammed ) شی چی د جنین د سټم حجرو سره ډیرشباهت لری۰دا بیا پروګرام شوئ حجری اوس د induced Pluripotent Stem cells په نوم پیژندل کیږی۰
Induced Pluripotent Stem cells , داسی سټم حجری دی چی په لابوراتوار کی را مینځته یا تولیدیږی۰د Pluripotent سټم حجروپه اړه څیړنه په ۲۰۱۲ میلادی کال د نوبل جایزه وګټله.
څیړونکود یو طبی انقلاب په لور یو لوی ګام پورته کړی، چیری چی دا به ممکنه وی د یو زیات شمیر جدی ناروغیو، د هغی جملی څخه لیوکیمیا ( Leukemia ) یا د هډوکو مغز نا رسایی ( bone marrow failure ) د هډوکو مغز حجراتو( bone marrow cells ) پواسطه چی د ناروغ له خپلو حجرو(د جلد حجرو څخه ) څخه رامینځته شوی ، تداوی کړی۰
لوی ګام دادی چی د Stem cell medicine لپاره د Novo Nordisk foundation مرکز، reNEW Melbourne څخه څیړونکودا وموندل چی څنګه pluripotent سټم حجری د وینی په سټم حجرو باندی بدل کړی، چی کولای شی په لابوراتوار کی په تجربوی موږک کی د انسان د وینی سیستم را مینځته کړی۰
هیله داده چی د وینی رامینځته شوی سټم حجری د ناروغ د هډوکی مغز کی پیوند او د وینی یوبشپړ سیستم د وینی د سرو حجرو چی اکسیجن انتقال کړی،د وینی سپینی حجرو چی دانفیکشن سره مبارزه وکړی او ترامبو سیتونو ( blood clotting ) په شمول را مینځته کړی۰
دا پرمختګ د نړی له ګوټ ګوټ څخه پام ځانته اړولی دی۰
که څه هم دا د اوږدی مودی لپاره ممکنه وه چی د جلدی حجرو، د وینی حجرو یا په بدن کی د نورو حجرو څخه سټم حجری جوړی کړی، اما څیړونکی تر اوسه پوری ندی توانیدلی تر څو هغه رمز کشف کړی چی iP سټم حجری د هډوکو مغزپه سټم حجروچی د وینی تولید کوونکو سټم حجرو ( Hematopoietic stem cells/ HSCs ) په نوم یادیږی بدلی کړی۰
دا هغه ستونزه وه چی څیړونکوپه نوی څیړنه کی حل کړی ده۰
پروفیسورAndrew Elefanty وایی موږ ۲۵ کاله پدی تیرکړل چی تر څو iP سټم حجری په وینه جوړونکو سټم حجرویعنی HSCs تبدیل شئ۰ iP سټم حجری د جنین د ابتدایی ستم حجرو په څیر دی، که چیری سمی لار ښوونی ورته ورکړ شی ( د نشونما فاکتورونه )، کولای شی چی په بدن کی د حجرو په ټولو ډولونو بدل شئ۰ اودا هغه لارښوونی دی چی موږ کشف کړیدی۰
Elizabeth NG او Andrew Elefanty وایی " اوس هدف دادی چی د پنځه کلونوپه مدت په انسانانو لومړنی کلینیکی ازموینی پیل شئ "او ډیرکارته اړتیا ده تر څودا په واقعیت بدل شئ۰موږ ددی کار لپاره د پیوند له متخصص ډاکترانوسره یو ځای کار کوو، تر څو موږ سره دلومړنی کلینیکی ازموینی په برخه د ناروغانو پیژندلو کی مرسته وکړی، چیری چی موږ باید لومړی وښیوچی دادرملنه ناروغانوته د تطبیق لپاره خوندی ده.
د وینی جوړوونکوحجرو پیوند ( Hematopoietic cell transplantation ) چی د transplantation bone marrow یا stem cell transplantationپه نوم هم یادیږی، د سرطان ناروغی ( د څو نورو ناروغیو په شمول ) لپاره یو ډول درملنه ده۰ د هډوکو مغز د ځینو لویو هډوکو په مرکز کی یو نرمه او اسپنجی ډوله ساحه ده، چی د وینی جوړولو مختلفی حجری لکه د وینی سری حجری، سپین حجری او ترامبوسیتونه جوړه وی۰ د معافیت سیستم ټولی حجری هم د هډوکو په مغز کی جوړیږی۰ دا ټولی حجری د یو ډول حجری څخه چی دهډوکو په مغز کی موندل کیږی اود Hematopoietic stem cell په نامه یادیږی وده کوی۰دسټم حجروپواسطه د درملنی مانا داده چی د یوی ناروغی د تداوی یا وقایی لپاره سټم حجری کارول کیږی۰
د وینی جوړونکوسټم حجرو پیوند ، دوه اصلی ډولونه شتون لری:
Autologous stem cell transplantation: یعنی تاسو د خپلو حجرو پیوندترلاسه کوئ۰ ددی درملنه څخه د شدیدی کیموتراپی ( Intense chemotherapy ) په جریان کی د هډوکو مغزد ساتنی په خاتر استفاده کیږی۰
د الوجینیک ( allogenic) سټام حجرو پیوند مانا داده چی تاسو د بل کس څخه د وینی جوړونکی بنیادی یا سټام حجری تر لاسه کوئ دونر ( donor ) یا ورکوونکی کیدای شې یو ورور یا خور د ورته جینیتیکی جوړښت سره او یا یو داوطلب کس چی د ناروغ سره دخپلوی اړیکی نلری، خود ورته جنیتیکی جوړښت سره۰
منابع:
۰ دا مقاله « د AI لخوا جوړ شوی درمل لا تر اوسه بازارته نه دی راغلی» د اکتوبرمیاشت په ۱۵ نیټه کال ۲۰۲۴ په ScienceneWS.dk نشرشوی، postdoctoral Fellow Louise Duedahl ، professor Timo Minssen ، لیکونکی : Eliza Brown
۰ د درملو په پراختیا کی د مصنوعی هوش څخه استفاده ( Artificial Intelligence in Drug Development ) په JAMA network open خپره شوی مقاله .
۰ what is Artificial intelligence ، by Shruti m ، Last updated on Dec 5, 2024
. څیړونکی کولی شی چی په لابوراتوار کی د وینی سټم حجری تولید یارا مینځته کړی، Associate professor Elizabeth NG ، 26. Dec. 2024
۰ Hematopoietic cell transplantation ، Robert Nigrin MD ، 19. Nov. 2024 ،
Comments