top of page

انسان په لویه کچه له اوبو څخه جوړ شوئ دی

  • Forfatters billede: Masud Jahan
    Masud Jahan
  • 23. mar.
  • 4 min læsning

 

 

انسان په لویه کچه له اوبو څخه جوړ شوئ دی

د انسان بدن په لویه کچه له اوبو څخه جوړ شوی دی۰ په بدن کی داوبو اندازه په ځوانو نارینه ووکی شاوخوا د بدن د وزن ۶۰ فیصده او په ځوانو میرمنوکی تقریبا ۵۰ فیصده جوړوی. په بدن کی د اوبو مقدار د عمرپه زیاتیدو سره کمیږی او د اطفالو بدن نسبتا زیاتی اوبه لری۰ د یو نوی زیږیدلی ماشوم د بدن وزن ۷۵٪ اوبه جوړه وی، چی ددی جملی څخه د حجرو څخه بهراوبه (  extracellular water ) ۴۰ ٪ اوپه حجرو کی دننه اوبه ( intracellular water  ) ۳۵٪ تشکیلوی۰په  دیرو کوچنیو اطفالو کی داوبو دیره برخه د حجراتو څخه بهر شتون لری ( د زیږیدنی وروسته تر۱۲ میاشتوپوری )۰ لکه څنګه چی د حجرو څخه بهر اوبه( ECF ) د حجرو دننه اوبو( ICF ) په پرتله، په اسانی سره له بدنه خارجیږی، دا په ماشومانو کی د بدن اوبو دکمبود یا دیهایدریشن خطرډیره وی ۰ د ټول بدن په مایعاتوکی دا بدلونونه د درملو کارولو لپاره، په ځانګړی ډول په اوبو کی د منحلو درملو لپاره مهم ارزښت لری۰

په همدا ډول په لویانو کی د اوبو یا مایعاتو مقدار د حجرو په دننه کی شاوخوا د بدن د ټول وزن ۴۰ فیصده جوړه وی، په داسی حال کی چی دحجرو څخه بهر مایعات د بدن دوزن تقریبا ۲۰ فیصده جوړه وی۰ د حجرو څخه بهر مایعات (  ECW )  عبارت دی له پلازما چی د بدن د وزن شاوخوا ۵ فیصده ( 3,5L )، د حجراتوتر مینځ مایعات ( Interstitial Water ) چی دبدن د وزن تقریبا۱۵ فیصده ( 10,5L ) او هغه مایعات چی په هډوکو، کرپندوک(غضروف)، مفصلونو، پلورا او په عصبی سیستم کی شته او د انتقالی مایع ( Trans cellular fluid) په نوم یادیږی او د بدن دوزن ۱ فیصد جوره وی. د مثال په توګه یو سړی چی ۷۰ کیلو ګرامه وزن ولری د هغه د بدن شاوخوا ۴۲ لیتره اوبه جوړه وی ( ۶۰ فیصده) چی ددی جملی څخه دریمه برخه (۱۴ لیتره) د حجری څخه بهر او دوه دریمه برخه (۲۸ لیتره) د حجراتو په داخل کی شتون لری.

د تشومتیازوسره هره ورځ نږدی یونیم لیتر( ۶۰ ملی لیتره په یوه ساعت کی) اوبه او همدا رنګه د Perspiratio insensibilis یعنی د خولو( sweat) ، غایطه موادو( faeces) او د تنفس له لیاری ( Expiration) په ټوله کی نږدی نیم لیتر اوبه ضایع کییږی

له همدی له امله زموږپه بدن کی د مایعاتو توازن یا بلانس زموږد بدن اومغز د فعالیت لپاره حیاتی دی۰ په بدن کی د اوبو توازن هغه تناسب دی چی موږ څومره مایع ترلاسه کوو او څومره د خولو، تشي متیازو او تنفس له لاری بیرته له لاسه ورکوو۰

 

په بدن کی د اوبوکموالی ( Dehydration )

دیهایدریشن هغه وخت را مینځته کیږی کله چی بدن دمختلفو دلیلونو په اثر لږی اوبه ولرې۰

که هوا توده وی، تبه یا اسهال ولرئ ، د بدن اوبو کموالی خطرزیاتېږې۰ په کوچنیو ماشومانو اوزړو خلکو کی د بدن اوبو کموالی  خطر ډیر لوړ دی۰ زاړه خلک اکثرا ضعېفه تنده لری ، دیورتیک درمل اخلی او عموما په بدن کی لږ مایعات لری، چی داتول کولای شی چی د دیهایدریشن سره مرسته وکړی۰

د لوړی کچی فزیکی فعالیت پرته دورځنی مایع اړتیا نږدی ۳۰ ملی لیتره د بدن وزن هر کیلوګرام لپاره محاسبه کیږی۰ د مثال په توګه که تاسی ۷۰ کیلوګرامه وزن لرئ، ستاسوورځینئ اړتیا اوبو ته : ۷۰ × ۳۰ =۲۱۰۰ ملی لیتره ده

یو بالغ کس چی معتدل فزیکی فعالیت کوی، باید هره ورځ له ۱،۵ – ۲ لیترو پوری اوبه وڅښی۰ ددوبی په موسم کی تاسو اړتیا لرئ چی ډیری اوبه وڅښئ۰

سخت فزیکی کار، په خانګړی توګه په ګرمه هوا کی،د دیهایدریشن یا په بدن کی داوبودکموالی لامل کیدای شې۰

 

په بدن کی د اوبو کموالی یا دیهایدریشن: دا لاندی نښي نښانی په ګوته کوی چی تاسو ډیری لږی اوبه څښئ

لومړنی نښې معمولا تنده، په بدن کی د لږ ناارامی یا ناکرارې احساس ( mild discomfort ) اولږ زړه بدوالې ( mild nausea ).

۰ وچه خوله او تنده ( Thirst ): اوږد مهاله تنده ( chronic thirst ): دا ستاسو په بدن کی د اوبود کمبود روښانه نښه ده

۰  ستړیا ( Fatigue ) او ضعف: د مایعاتو کموالی د بدن د انرژی په سطح تاثیر کوی۰

۰ سردردی ( headache ) او سر چرخی ( Dizziness ):  د لږو مایعاتو اخیستل د وینی په جریان اود دماغ په فعالیت اغیزه کوی۰

 

۰ د تمرکزکولو یا دقت ستونزه ( difficulty concentrating )

۰ تور رنګه تشئ میتیازئ ( dark urin ): تشئ متیازی کیدای شی بشپړژیړرنک ولری که چیری ډیرغلیظ ( concentrated ) شوئ نوی، خو که تشئ متیا زی ډیرغلیظ شی بیا تیاره نارنجی/ نسواری رنګ غوره کوی۰ که ستاسو ادرار قهوه یی رنګ ولرې،دا اکثرا ددی نښه ده چی تاسو ډیر لږ مایع څښلی دی یا ستاسوپه متیازو کی وینه شتون لری۰د میتیازو کولو په تعداد کی کموالی دا په ګوته کوی چی بدن هڅه کوی تر څو مایع وساتی۰  

۰ د پوټکی یا جلد وچوالی  ( dry skin )

۰ د وینی فشار کی بدلون: په ډیرو سختو حالاتو کی دیهایدریشن کولی شي د ګیج یا مغشوش کیدو ( confusion ) د زړه چتک ټکان د وینې ټیټ فشاریا بی هوښی لامل شي۰

 

 

د بدن اوبودکموالی په حالت کی تاسی پخپله څه کولای شئ

د دیهایدریشن درملنه ریهایدریشن ( Rehydration ) یاد اوبو اخیستل دی، او د دیهایدریشن شدت پوری اړه لری۰

که چیری تاسود بدن اوبو له کموالی (  dehydration) سره مخامخ یاست، لازمه ده چی ډیر مایعات په غوره توګه ( ترجیحا ) معمولی اوبه پخپله و څښئ اویا له هغه پوډر څخه کار واخلئ چی د مالګی ، بایکاربونات او بوری څخه جوړ او په دواخانو کی موندل کیږی۰د شدید دیهایدریشن په حالت کی چی اسهال یا کانګی ولرئ، د وینی رګونوله لاری د مایعاتو اخیستلودرملنه اړینه ده۰ د بدن داوبو بلانس د بیا اعاده کیدو او د احتمالی اختلا طاتو مخنیوی لپاره سمدستی اقدام لازم دی ۰

 

تاسو کولای شئ دا محلول پخپله په لاندی ډول جوړ کړئ:

په یولیتر اوبو (جوش شوی یا د بوتل اوبه ) کی دوه قاشقی ( د غذ ا خوړلو ) معمولی شکره ، نیمه قاشقه ( چایخوری) مالکه د یودانه نارنج یا لیمود اوبو سره ګډ او تری ګټه واخلئ۰ که تاسی دمالګینی اوبو څخل نه خوښوئ، کولای شئ چی مالګین چیپس یا ورته موادو څخه استفاده وکړئ۰

 

 

لیکونکی : داکتر شاهجهان

نیټه : 01.02.2025

 

سرچینی:

۰  medical compendium, page 196, 19th edition

۰ Dehydration ،,Hanne Berg Ravn specialist doctor sundhed.dk ،professionally updated 23.09.2022

۰ Fluid, Electrolyte, and nutrition Management of the Newborn  ،  Medscape  ،2. okt. 2024

۰ Fluid compartments and electrolyte balance ،Doctor Anders Kaack،Patofysiologi.dk ، 13. Feb. 2025

 

 

 
 
 

Seneste blogindlæg

Se alle

Comments


bottom of page