طبی معلومات
ناروغي او درملنه
درنو هم مسلکانو او ګرانو وطنوالو!
در ایام بعد از تقاعد تصمیم گرفتم تا کتابی را درمورد فارمکولوجی کلینیکی ویک کتاب معلومات در مورد ادویه (که همیشه در جیب چپن همسلکان موجود باشد وقبل از تجویزیک دوا به مریض به ان مراجعه نمایند ) با استفاده ازکتاب های معتبر بین المللی ومنابع نو در زمینه و سایر موضوعات مهم برای بلند بردن اگاهی هموطنان در مورد حفظ صحت به رشته تحریر دراورم ، تا بتوانم خدمتی ناچیزی را درین زمینه هم به محصلان طب ، دوکتوران وسایرهموطنان عزیزپیش کش نمایم.
هم چنان تصمیم گرفتم تا قسمت های انرا با شما درین صفحه در میان بگذارم تا از انتقادات و پیشنهادات شما درین زمینه مستفید گردم.
موادیکه درین صفحه به نشر سپرده می شود بشکل تتبع از کتاب های معتبرونو جمع آوری ودر اخر ماخذ ان ذکر می گردد.
اگرموضوع صرف ترجمه شده باشد در قسمت بالای تاپیک تحریر می گردد »ترجمه «با ذکرنام ماخذ، نام نویسنده اصلی وتایخ نشر ان .
هم مسلکان می توانند از این مواد بحیث ماخذ در نوشته های خود از ان استفاده نمایند، اما کاپی موضوعات و پخش ان بنام خود کاری اهل علم ودانش نبوده ومردود است.
محصلان او ځوان داکتران که د یوی مشخصی طبی موضوع ، دوا او یا د یوی علمی موضوع په هکله دلچسپی ولری، مهربانی وکړی ماته ، زما د ای میل له لاری واستوئ.
مهربانی وکړی خپل ګټور نظریات له ما سره شریک کړی.
زه ستاسوانتقادونو او پیشنهادونوته سترګی په لاره یم.
بریالی اوسئ.


د لرغونی یونان داکتر. معالج او فیلسوف هیپوکرات وینا
« که تاسو نشی کولای خپل د ژوند طرز بدل کړئی، نو هیڅوک او هیڅ شئی به تاسو سره مرسته ونه کړی»
«جمناستیک، تمرینات بدنی، پیاده روی باید جززندګی روزمره کسی شود، که میخواهد به کار، صحت ، زندګی کامل وپراز خوشی ادامه دهد»
”Hvis du ikke er I stand til at ændre din livsstil, så vil ingen og intet hjælpe dig”
”Если ты не в силах изменить свой образ жизни, то тебя никто и ничто не поможет”
آخرین خبرها
About
بیوګرافی مختصر اینجانب دوکتور شاه جهان زما نوم شاه جهان او په ۱۹۵۶ میلادی کال د فبروری میاشت په ۲۸ نیټه د لغمان ولایت، علیشنګ ولسوالی د قلعه حلیم په کلی په یوه نیمه روښان فکره کورنی کی زیږیدلی یم. ابتدائی زده کړی می د اسلام آباد کلی په ابتدائی ښوونځی کی پای ته ورسول اوبیا د میا عبدالکریم د لیسی څخه چی د علیشنګ په ولسوالی کی موقعیت لری په ۱۹۷۵ میلادی کال د جوزا په میاشت کی فارغ شوم.د کانکورتر ازموینی وروسته په ۱۹۷۶ میلادی کال د کابل پوهنتون د طب په پوهنځی کی شامل اود نوموړی پوهنځی څخه په ۱۹۸۲میلادی کال کی فارغ شوم. د طب پوهنځئ څخه ترفراغت وروسته د فارمکولوجی په دیپارتمنت کی د استادپه توګه ( پوهیالی علمی درجی ته کاندید) په خپله دنده شروع وکړه. په دی مهال کی چی د طب پوهنځی د کابل د پوهنتون له تشکیل څخه جلااو د کابل دولتی طب انستیتوت ته ارتقاکړی وه ، په خپل تشکیل کی دری پوهنځی ( طب ، ستوماتولوجی اود اطفالو طب پوهنځی) درلودئ. د دیپارتمنت په مربوطه عملی اوتدریسی کارونوکی د فعالی ونډی په اخیستواو د یوکتاب په ترجمی سره په ۱۹۸۶ میلادی کال د پوهنیاری علمی رتبی ته ورسیدم. په۱۹۸۷ میلادی د اکتوبرپه میاشت کی ګاونډی هیواد ازبکیستان ته د دوکتورا تحصیل لپاره سفر وکړ. لږه موده د روسی ژبی تر زده کړی وروسته د تاشکند په دولتی طبی انستیتوت پوری مربوط شفاخانی کی د کلینیکی فارمکولوجی په دیپارتمنت کی( عمومی داخلی په څانکه) کار پیل کړ. زما د تحقیق موضوع: Monooxygenase system of the liver in patients with deficiency anemia and its pharmacological correction. د تحقیق عملی برخه په هیماتولوجی دیپارتمنت کی په هغه ناروغانو کی چی د اوسپنی کمبود انیمیا یا کمخونی باندی اخته وه عملی شوه. په ۱۹۹۲ میلادی کال ددوکتورا دیپلوم تر لاسه کړ. په۲۰۰۰ میلادی کال د می په میاشت کی دډانمارک هیواد ته مهاجرت وکړ. ددانمارکی ژبی تر زده کړی وروسته می د لومړی ځل لپاره د غوس کیلی په شفاخا نه کی د ستاژور په صفت کار شروع کړ. کله چی په دانمارک د صحت عامی وزارت زما د طب د پوهنځی د فراغت دیپلوم تایید او تصدیق کړ، په دولتی امتحان کی می دشمول حق تر لاسه کړ. په دولتی امتحان کی تر کامیابی وروسته نوی دیپلوم تر لاسه کړچی د هغه په بنست ما په دانمار ک او نورو اروپایی هیوادونوکی دداکتر په صفت د کار اجازه تر لاسه کړه. د ډانمارک په هیواد کی چی اوس ئی زه د تابعیت افتخار هم لرم په لاندی دیپارتمنتونو کی وظیفه اجراکړی: سوکیاتری ( psychiatry ) دوه نیم کاله، نیورولوجی ( neurology ) دری کاله،د سږوناروغی یو کال، انتانی ناروغی ۶ میاشتی ، او د ۱۹۱۵میلادی کال څخه تر ۱۹۲۲میلادی کال د مارچ د میاشتی تر اوله نیټی پوری د جنوبی دانمارک ( southern Denmark ) ، سونا یولاند روغتون ( Hospital Sønderjylland ) چی د اوبنغو ښار په شمال لودیز کی موقعت لری او د اوبنغوروغتون ( Aabenraa Hospital ) په نوم هم یادیږی دداخلی په دیپارتمنت اوپه خاصه توګه د جیریاتریکس په دیپارتمنت ( Department of Geriatrics ) کی په وظیفه بوخت وم. البته چی په دانمارک د یوداکتر وظایف په روغتون کی په روتین ډول په عاجل څانګه کی دشپی نوکری، په دیپارتمنت کی دبسترشوو ناروغانو او د امبولانت ناروغانو درملنه د طب محاصلینو سره مرسته او د ځان او هم مسلکانو دعلمی سطحی د لوړولو لپاره ددلچسپه کیسونوراتول اود سهار په کنفرانس کی د هغووړاندی کول شامل دی. ۱۹۲۲ میلادی کال د می د میاشت له اولی نیټی څخه را پدی خوا متقاعد داکتر یم. متاهل یم دوه زامن او څلور لمسیان لرم. دمورنی او ملی ژبو( پښتو او فارسی) پ غیر په روسی، ډانمارک او انګلیسی ژبو باندی خبری کوم. په درناوی دانمارک، ۲۰۲۴مبلادی کال د جولای میاشی ۱۸ نیټه
